د غور ولایت په مرکز کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ په اړوندو کې د «اتفاق سنګشوره لېسې» لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، پوهنې مسوولینو، علماءکرامو، د تعلیمي شورا غړو او د سیمې د بانفوذه اشخاصو په حضور کې کېښودل شوه.
د دولتیار ولسوالۍ پوهنې آمر وایي چې دغه ودانۍ د سیمې د علمدوسته خلکو په مالي ملاتړ او همکارۍ سره د ۵۰۰ زره افغانیو څخه په زیاتو لګښتونو جوړیږي.
نوموړي زیاته کړه: د اتفاق لېسه تر دې وړاندې هم یوه شپږ صنفي ودانۍ درلوده؛ خو د زده کوونکو لپاره کافي نه وه. له همدې امله د ښوونځي اداره د ځایي خلکو او تعلیمي شورا په همغږۍ او همکارۍ سره یوه بله نوې ودانۍ هم د پخواني تعمیر ترڅنګ جوړوي.
