غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځي د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ په دوو پوړونو کې جوړ شوی، چې ۱۲ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او یو باب کتابتون لري، چې په جوړېدو سره یې شاوخوا ۴۰۰ تنو زدهکوونکو ته په سیمه کې یو مناسب او خوندي تعلیمي چاپېریال برابر شوی دی.
