د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت برهکي برک ولسوالۍ د چهلتن منځني ښوونځي لپاره د ۵ بابه درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، د دغو ټولګیو جوړولو لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د علمپالو اوسېدونکو له لوري تمویلېږي.
د چارواکو په وینا، د یادو ټولګیو په جوړېدو سره به د دغه ښوونځي د زدهکوونکو لپاره د مناسب درسي ځای کمښت ستونزه حل او د زدهکړې لا ښه چاپېریال به ورته برابر شي.
