پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
51514

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو ښوونځیو لپاره د رشتو پر بنسټ د رشته‌بندۍ د تطبیق په اړه لازمې لارښوونې وړاندې شي او د دغه بهیر د مؤثر پلي کېدو لپاره همغږي رامنځته شي.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزير محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د ګډون والو هرکلی وکړ او د دغه سیمینار جوړېدل یې په منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ د تطبیق په لاره کې یو مثبت ګام وباله.
ڼوموړي وویل: «الحمدلله، په اوس وخت کې د هېواد د تعلیمي نظام د هر اړخیز پرمختګ لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی دی.» هغه له ټولو علماوو کرامو، مهتممینو، استادانو او ښوونکو وغوښتل چې د کیفیت د ښه‌والي، د دیني او عصري علومو د پیاوړتیا او پراختیا او همدارنګه د زده‌کوونکو د تعليمي او فکري ویښتابه په برخه کې جدي هڅې وکړي.
وروسته د غونډې ویناوالو هر یو؛ د چارو ادارې لوى رئیس محترم شیخ نورالحق انور، د لوړو زده کړو وزير محترم شیخ ندا محمد ندیم، د ازموينو ملي ادارې لوى رٸيس محترم شيخ عبدالباقي حقاني، محترم شیخ عبدالمالک حقاني د ښوونې او روزنې معین، محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل د مالي او اداري چارو معین او الحاج مولوي عبدالخالق صادق د کیفیت تضمین معین، د هېواد د تعلیمي نظام د کیفي پیاوړتیا، د علم ارزښت او د ټولنې د اصلاح او پرمختګ په اړه ارزښتناکې ویناوې وکړې.
همدارنګه د پوهنې وزارت مسٸولینو د رشته‌بندۍ د پلان، موخو، اهمیت، د تطبیق میکانیزم او په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې د هغو د عملي کېدو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د دغې طرحې عملي کېدل به د زده‌کوونکو د وړتیاوو، علاقې او تحصیلي رشتو ترمنځ لا ښه همغږي رامنځته کړي.
همدارنګه مسٸولینو خپل نظرونه او وړاندیزونه د ياد بهیر د لا ښه تنظیم، روڼتیا او عادلانه تطبیق لپاره شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS