د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست چارواکو د پوهنې وزارت له مسئولینو سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۲
6546

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس، یو شمېر مسئولینو، تخنیکي ټیم او همدارنګه د پوهنې وزارت له لوري د اسلامي زده‌کړو معین، د مالي او حسابداري رئیس او یو شمېر رئیسانو ترمنځ، د معیاري ښوونیزو چوپړونو وړاندې کولو، د سیسټمونو رامنځته کولو او د عوایدو له فرصتونو څخه د اغېزمنې استفادې په اړه ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مالیې وزارت له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه.
 نوموړي د سیسټمونو رامنځته کولو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې، نظامونه هغه وخت پایداره پاتې کېږي، کله چې ټولې ادارې په همغږۍ سره فعالیت وکړي.
ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس د پوهنې وزارت مسئولینو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل: دوی چمتو دي چې د پوهنې وزارت اړوندو برخو کې، لکه د تجهیزاتو برابرولو، د استادانو د کمښت ستونزې حل کولو او یا هم نورو اړوندو برخو کې هر ډول لازمه همکاري ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د ملک د سړو اوزیاتو سړو سیمو او ولایتونو د دارالعلومونو، رسمي مدارسو او دارالحفاظونو د کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې؛ ټاکل شوې ده، چې د زیاتو سړو سیمو او ولایتونو د دارالعلومونو، رسمي مدارسو او دارالحفاظونو کلنۍ ازموینې د لاندې مهالوېش سره سم پیل شي:
۱- د ملک د زیاتو سړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۷
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره د یو میلیون افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ کشتوز نمبر یک لېسې د ودانۍ جوړولو په موخه، يوتن معارف دوست شخص محترم محمد نادر، خپله ۳.۵ جریبه ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی، وقف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې د ۱۰۰ خصوصي ښوونځیو د عملي زده‌کړو د امکاناتو ارزونه پیل شوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له لوري، د ښوونیزو معیارونو د پلي کېدو او د کاري مسوولیتونو ترسره کولو په موخه، د کابل ښار د ۱۰۰ خصوصي ښوونځیو د حمایوي څارنې او ارزونې. . .

BACK TO NEWS