د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس ننگرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ
د پوهنې وزارت د تشکيلاتو د رٸيس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي په مشرۍ پلاوى ننگرهار ولایت ته تللی او هلته یې د پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي او مسٸولینو سره ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې د پلاوي د سفر د اجنډا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې.
د سفر په دوام کې ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی د ننگرهار ولایت اړوندو تعلیمي مرکزونو د تشکیلاتي جوړښت ارزونې او شته ستونزو حل لپاره د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو او مدارسو ته هم ولاړ شي، چې هلته به د اړتیاوو سره سم د هغوی تشکیلات او بستونه په هراړخيز ډول وارزوي.
بل لور ته د همدغه ولايت پوهنې رئیس د یاد پلاوي له اقداماتو او کړنو څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې دغه ریاست به له پلاوي سره په هر ډول همکارۍ کې هېڅ ډول درېغ ونه کړي.
