په دایکنډي ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو او آمرینو لپاره مسلکي ورکشاپ دایر شو
د دایکنډی ولایت پوهنې ریاست له لوري د “اغېزمنې زدهکړې او ښوونې ترویج” تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ، د ښوونکو د علمي او مسلکي کچې لوړولو په موخه، د یاد ولایت د اشترلي، میرامور او خدیر ولسوالیو د ښوونځيو ۲۱۵ تنو ښوونکو او آمرینو لپاره جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو د دغو علمي ناستو له بهیر څخه د لیدنې پر مهال، د نویو تدریسي طریقو د اهمیت او اغېزمنتیا په اړه خبرې وکړې او د ورکشاپ موخه یې د ښوونکو او آمرینو د علمي کچې لوړول او د هغوی د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا وبلله، څو په ښوونځیو کې د ښوونې او روزنې کیفیت لا پسې ښه شي.
