د بدخشان ولایت په اړوندو کې یو باب ښوونځی ترمیم شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۳۴
651465

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند «دهمګس» لومړنی ښوونځی، د معارف‌دوستو خلکو او د همکارو بنسټونو له لوري ترمیم او د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسئولینو په حضور کې په رسمي ډول بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه راز د سیمې اوسېدونکو لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱۰۰ متره مربع ځمکه اخیستل شوې او پوهنې ته ډالۍ شوې ده. 
همدارنګه، د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د همدغه ښوونځي لپاره درې بابه تشنابونه، یو حلقه د اوبو څاه او د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او نصب شوی، چې له امله یې له ۳۸۷ څخه ډېرو زده‌کوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS