په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو او مدیرانو خالي بستونو ډکولو په موخه ازموینه واخیستل شوه
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځيو ښوونکو او مدیرانو د ۵۳۵ خالي بستونو ډکولو لپاره، له ۸۴۵ تنو نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل چې دغه ازموینه د تدریسي کیفیت لوړولو او د اداري چارو ښه والي په موخه، د شرایطو وړ او با تجربه کسانو د جذب په موخه ترسره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، یادو بستونو ته ټولټال ۱۲۳۳ تنو نوملیکنه کړې وه، چې له دې ډلې ۸۵۷ تنه یې د شرایطو وړ وپېژندل شول او په پایله کې ۸۴۵ تنو وکولای شول، په ازموینه کې ګډون وکړي.
