جوزجان ولایت کې د نږدې ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي درسي ټولګي ترمیم شول
د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند ینګيآریغ سیمې الحاقیې لېسې اووه درسي ټولګي، د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، د څه باندې ۱۸۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم شوي دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعلجان راشد، د سیمې د خلکو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: په تېرو څو لسیزو کې زموږ ټولنه له ګڼو ستونزو سره مخ وه؛ خو اوس په اسلامي نظام کې علم او پوهې ته پاملرنه یوه اساسي اړتیا بلل کېږي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د دغو ټولګیو په ترمیم سره شاوخوا ۲۵۰ تنو زدهکوونکو ته په یوه خوندي او معیاري چاپېریال کې د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
