د کابل ولایت په دهسبز ولسوالۍ کې پوهنې ته ځمکه وقف شوه
د کابل ولایت دهسبز ولسوالۍ اړوند په غازيآباد سیمه کې، د یو باب لومړني ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره، د یو تن علم پرور شخصیت محترم ملک الماس له لوري ۹ بسوې ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب له دغې ساحې څخه لیدنه وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د خلکو دغه نېک اقدام د هېواد د تعلیمي نظام پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله.
