په هرات ولایت کې پوهنې ته ۶ جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۳۶
5463

د هرات ولایت د غوریان او پشتون زرغون ولسوالیو ځینې علم‌پروره اوسېدونکو ټولټال شاوخوا ۶ جرېبه ځمکه، چې ارزښت یې یو مېلیون او ۱۵۰ زره افغانۍ دی، د دې ولایت پوهنې ریاست ته اهدا کړه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر، په دې هکله وویل چې دغه ځمکه په یادو ولسوالیو کې د ښوونځيو جوړولو لپاره ورکړل شوې او پوهنې وزارت ژمن دی چې د مالي او بودیجوي امکاناتو په حدودو کې به د یادو ښوونځیو جوړولو لپاره اړینې کړنې ترسره کړي.
ویل کېږي چې د دې ولایت علم‌پاله خلکو د ۱۴۰۴ کال د پیل راهیسې تر اوسه پورې د ښوونځیو جوړولو لپاره لسګونه جرېبه ځمکه د مدارسو او ښوونځيو رغولو ته ورکړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې پوهنې ته ۶ جرېبه ځمکه وقف شوه

د هرات ولایت د غوریان او پشتون زرغون ولسوالیو ځینې علم‌پروره اوسېدونکو ټولټال شاوخوا ۶ جرېبه ځمکه، چې ارزښت یې یو مېلیون او ۱۵۰ زره افغانۍ دی، د دې ولایت پوهنې ریاست ته اهدا کړه.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۳۴
Background image

په نیمروز ولایت کې د کیمیا او بیولوژي مضمونونو لابرانټ ښوونکو لپاره ورکشاپ جوړ شو

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند په فرخي لېسه کې د کیمیا او بیولوژي مضمونونو لابرانټ ښوونکو لپاره شپږ ورځنی مېتودیکي ورکشاپ جوړ شو، چې په کې د پوهنې مسئولین او د ساینس مرکز علمي غړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۳۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۱.۸ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د ۱ مېلیون ۸۴۸ زره ۵۶۰ افغانیو په لګښت، د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د پاس صبري لېسې نوې ودانۍ، په ۵ جرېبه ځمکه کې جوړه او د پوهنې مسئولینو له لوري. . .

BACK TO NEWS