په زابل ولایت کې تعلیمي بنسټونو ته ۵ جریبه ځمکه وقف شوه
د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو او د پوهنې مینهوالو اوسېدونکو په خپله سیمه کې درېیو بېلابېلو تعلیمي او ښوونیزو بنسټونو ته په لاندې ډول ځمکه وقف او مرسته کړې ده:
د ګزک کلي لومړني ښوونځي لپاره ۳ جریبه ځمکه، چې ټولیز ارزښت یې ۱۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د دعویګر کلي لومړني ښوونځي لپاره ۱ جرېب ځمکه، چې ارزښت یې ۴۰ زره افغانۍ دی.
همدارنګه د سیوري ولسوالۍ د اورګچ کلي د حنفیه مدرسې لپاره ۱ جرېب ځمکه، چې ارزښت یې ۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې وزارت د زابل ولایت د علمپالو او معارفدوستو خلکو له دغې ارزښتمنې همکارۍ څخه د هېواد د تعلیمي نظام د ملاتړ په موخه مننه او قدرداني څرګندوي.
