د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په رسمي سفر کندهار ولایت ته لاړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۶
fghfd

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، کندهار ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي، آمرینو او د مرکز اړوندو ښوونځیو له مسئولینو سره ناسته ترسره او د سفر د موخو او د تعلیمي وضعیت په اړه یې خبرې او بحث وکړ.
د پوهنې محترم معین د خپلې وینا پر مهال ګډون‌والو ته وویل: مسئولیت یو ستر امانت دی او له هغوی یې وغوښتل تر څو خپلې اداري او تدريسي دندې په پوره اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړي.
دغه راز نوموړي ټینګار وکړ چې د زده‌کوونکو سالمه ښوونه او روزنه د پوهنې د ټولو کارکوونکو ګډ مسئولیت دی؛ نو هر مسئول باید په خپله کاري ساحه کې هر اړخیزې هڅې وکړي.
دغه راز د کندهار ولایت پوهنې رئیس هم د خپلو خبرو پر مهال له پلاوي هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د پوهنې وزارت د رهبرۍ مقام لارښوونې او اوامربه په بشپړ ډول پلي او عملي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په مدارسو کې د طلابو ترمنځ علمي سیالۍ پرانیستل شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د مدارسو او دارالحفاظونو ریاست لخوا، په ننګرهار ولایت کې د مدارسو د طلابو علمي پوهې لوړولو او پراختیا لپاره، د ۲۴۵ تنو طالب‌العلمانو تر منځ د «صرف. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په رسمي سفر کندهار ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، کندهار ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي، آمرینو او د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۲:۲۹
Background image

په نورستان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د یو مېلیون افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د نورستان ولایت مرکز، پارون ښار اړوند چتراس کلي علم‌پاله خلکو، د خپل کلي لومړني  ښوونځي د ودانۍ جوړولو په موخه، تر یو جرېب زیاته ځمکه د یو مېلیون افغانیو په لګښت وپېرله او په رسمي توګه. . .

BACK TO NEWS