د پکتیا ولایت یو باب ښوونځي لپاره د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یوه کمپیوټرخونه جوړه شوه
د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د یو تن لوبغاړي ښاغلي الله محمد غضنفر په مالي مرسته، د یادې ولسوالۍ د حبیب الله زرمتي عالي لېسې لپاره د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم په ګډون یوه بشپړه سمباله کمپیوټرخونه جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، یو شمېر سیمهییزو چارواکو او مخورو کسانو ګډون درلود.
د یاد ولایت پوهنې رئیس د دې نوښت ستاینه وکړه او دا یې د پوهنیزکیفیت ښه والي لپاره یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې د اوسني عصر اړتیاوو ته په پام سره، د برېښنايي وسایلو او تجهیزاتو اړتیا تر بل هر وخت زیاته محسوسه ده.
د یادونې وړ ده چې پخوا په دې ولایت کې د سیمه ییزو پانګوالو او سوداګرو په همکارۍ د ۱۰ بابه ښوونځیو لپاره کمپیوټر لابراتوارونه جوړ شوي وو.
