جوزجان ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۵۷
یسسبل

د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ اړوند جنگل‌اریغ وطنی لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره پوهنې چارواکو لخوا کېښودل شوه.
په یادو مراسمو کې د جوزجان پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي‌لعل‌جان راشد، د پروګرامونو مدیرانو، یو شمیر دیني‌علماءکرامو، سیمه‌ییزو مشرانو او د ښوونځي کارکوونکو ګډون درلود.
د یاد ولایت پوهنې محترم رئیس په خپله وینا کې وویل: دغه ودانۍ چې ۴ درسي خونې به ولري، د ځایي خلکو په مالي مرسته جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به یې له ۲۳۰ تنو څخه زیاتو زده‌کوونکو ته معیاري تعلیمي سرپناه برابره شي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS