د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د زابل ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۲:۴۸
ظطیب

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست پلاوي زابل ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې له ښوونیزو مسئولینو، آمرینو او د مرکز قلات ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره وکتل.
غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د زابل ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل ولي متقي مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پلاوي د سفر موخه روښانه او د غونډې د پیل وینا یې واوروله.
همدارنګه د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي په استازیتوب محترم مولوي بسم‌الله حسان د خپلو خبرو پرمهال، د پوهنې منسوبینو او کارکوونکو د صورت او سیرت د سمون پر ارزښت ټینګار وکړ او د اسلام د ستر پیغمبر نبي کریم ﷺ مبارک ارشادات یې ګډون‌والو ته تشریح کړل.
غونډه په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS