د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار تخار ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۴۰
سشبزظز

د پوهنې وزارت ستر سلاکار محترم الحاج مولوي سید غیاث الدین آغا د کلتوري پروګرامونو پلي کولو او د ښوونځیو له کتابتونونو څخه د نامطلوبو مطالعاتي کتابونو  راټولولو لپاره تخار ولایت ته ورسېد.
په پیل کې پلاوي د پوهنې له رئیس او پروګرامونو مدیرانو، د ولسوالیو د پوهنې چارواکو او د یاد ولایت د ښوونځیو له مدیرانو سره د همغږۍ وکړه.
په دغه غونډه کې، د تخار ولایت پوهنې رئیس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د تعلیمي فعالیتونو د اهمیت او ارزښت، په دنیوي او اخروي ژوند کې د کتابونو رول او د ځوان نسل د فکري ودې په برخه کې د هغوی د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د تعلیمي محتوا او د کتابونو مطالعې په اړه یې د نږدې څارنې پر اړتیا باندې هراړخیزې خبرې وکړې.
ورپسې د پوهنې محترم ستر سلاکار د کتابونو او تعلیمي سرچینو په نږدې څارنې د ټینګار پرمهال وویل، چې پوهنې وزارت د ځوان نسل د سالمې او اسلامي زده‌کړې په وړاندې دروند مسئولیت لري.
همدارنګه نوموړي د یو شمېر ښوونځیو له کتابتونونو څخه هم لیدنه وکړه او د مناسبو کتابونو د تنظیم، ساتنې، کارولو او مطالعې په اړه یې اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS