دایکنډي ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره ورکشاپ جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۲
sd

د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شېرمحمدصدیقي په حضور کې، د همدغه ولایت د ۹ ګونو ولسوالیو علمي او مسلکي غړو او د مسلکي پراختیا ښوونکو لپاره د "اغېزمنې زده کړې او ودې" علمي او مسلکي سیمینار پیل شو.

د دایکنډي پوهنې رئیس ګډون‌والو ته په خطاب کې وویل: "د یاد ورکشاپ له بشپړولو وروسته، هغه علمي مېتودونه، تجربې او مهارتونه چې تاسو ترلاسه کړي دي، له خپلو نورو همکارانو سره شریک کړئ." او زیاته یې کړه: "راځئ چې د خپلو ماشومانو د زده‌کړې او پوهنیز کیفیت ښه کولو لپاره صادقانه هڅې وکړو."

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS