بدخشان ولایت کې ۲ بابه لېسې د ۱.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت بیاورغول شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۲:۴۱
سشزیس

د بدخشان ولایت شهداء ولسوالۍ اړوند د بنات‌المسلمین لېسې ترمیم پروژه او د خاش ولسوالۍ د سرلوله لېسې ودانۍ د یو نیم مېلیونه افغانیو په ټولیز لګښت بیاورغول شوه.
له دغې جملې څخه د بنات‌المسلمین لېسې ودانۍ د  ۶۱۲ زره ۴۶۱ افغانیو په لګښت او د سرلوله لېسې ودانۍ د ۷۴۷ زره۵۷۳ افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت له عادي بودیجې څخه بیاځلې ورغول شوه او دغه پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بدخشان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد د یادو ولسوالیو خلکو ته د دغو دوو پروژو بشپړېدو مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې د نورو تعلیمي اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره به خپلو هڅو ته لاپسې دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS