په کابل ښار کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د مسلکي مهارتونو لوړولو سیمینار ترسره شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۵۰
dfesd

د کابل ښار پوهنې ریاست، د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د کابل ښار مختلفو ناحیو اړوندو ښوونځيو د ۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي مهارتونو ښه کولو لپاره شپږ ورځنی سیمینار ترسره کړ.
د پوهنې ریاست چارواکو ګډون‌والو ته د دغه روزنیز پروګرام د موخو او اهمیت په اړه جامع وینا وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې ښوونکي به د سیمینار له منځپانګې څخه پام وړ ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې ډېر ژر به د کابل ښار د دیني زده‌کړو څانګې استادانو لپاره هم ورته سیمینارونه جوړ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

BACK TO NEWS