د پکتیا ولایت یو باب ښوونځي لپاره د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت کمپیوټرخونه جوړه شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۴۶
dfs

د پکتیا ولایت احمدخېلو ولسوالۍ اړوند د سکندرخېلو عالي لېسې لپاره یوه نوې کمپیوټرخونه د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت فعاله شوه.
دغه لابراتوارخونه ۱۶ پایې کمپیوټرونه، یو لوی LCD سکرین او نور اړین تجهیزات لري، چې په رسمي ډول د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم د ځایي خلکو په همکارۍ، د همدغه ولایت د ۹ نورو ښوونځیو لپاره کمپیوټرخونې جوړې شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، د جوزجان ولایت اړوندو دیني مدارسو ازموینې پروسه وڅارله

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو څخه د څارنې لپاره، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته ورسېد.
د پوهنې وزارت د مقام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین په رسمي سفر بدخشان ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو له پروسې څخه د څارنې، ارزونې او بیاکتنې لپاره بدخشان ولایت ته ورسېد.
لومړی د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل ښار کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د مسلکي مهارتونو لوړولو سیمینار ترسره شو

د کابل ښار پوهنې ریاست، د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د کابل ښار مختلفو ناحیو اړوندو ښوونځيو د ۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي مهارتونو ښه کولو لپاره شپږ ورځنی سیمینار ترسره کړ.
د پوهنې. . .

BACK TO NEWS