د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په رسمي سفر  زابل ولایت ته لاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۱۲
grdfsg

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د دیني مدارسو ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو له پروسې څخه د څارنې او یو شمېر نورو ښوونیزو او روزنیزو چارو بیاکتنې لپاره زابل ولایت ته رسمي سفر وکړ.
په پیل کې د ښوونې او روزنې محترم معین د یاد ولایت پوهنې رئیس او مسئولینو په ملتیا، د پورته ذکر شویو ازموینو څخه لیدنه وکړه او د ازموینو پروسه یې له نږدې وڅارله. 
دغه راز نوموړي په ازموینه کې د روڼتیا په مراعاتولو، نظم، اصولو او تعادل پلي کولو ټینګار وکړ او چارواکو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، ټاکل شوې ده چې د ښوونې او روزنې محترم معین د خپل سفر پرمهال، یو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي، ترڅو د پورته ذکر شویو ازموینو پروسه په هراړخیز ډول وارزوي او منسوبینو ته به د ښوونیزو چارو لاښه‌والي لپاره اړینې سپارښتنې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS