په جوزجان ولایت کې د ۵۰ مېلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۵ زیربنایي پروژو په اړه لنډ راپور

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۳۸
گکنمگک.

د جوزجان ولایت له پوهنې ریاست څخه تر لاسه شوي راپورونه ښیي، اوس‌مهال په یاد ولایت کې ۱۵ پروژې تر کار لاندې دي، چې پکې د پوهنې اړوندو اداري څانګو سربېره، د ۳ بابه ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو جوړول هم شامل دي، چې ټولټال ۴۵ مېلیونه افغانۍ لګښت لري او د پوهنې وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي.
په ورته مهال، د تعلیمي بنسټونو او نورو اداري څانګو لپاره د ۱۲ بابه ودانیو جوړول هم روان دي او د پوهنې سره د یوې همکارې ادارو لخوا تموېلېږي، چې لګښت یې ۵ مېلیونه ۶۱۹ زره ۵۹۷ افغانۍ راغلی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS