د پوهنې وزارت کارکوونکو چارو لوی ریاست په لارښوونه «د معاشونو سیسټم » تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ورکشاپ پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۵۵
scxzc

پوهنې وزارت کارکوونکو چارو لوی ریاست په لارښوونه، د پوهنې او مالیې وزارتونو د معاشونو سیسټم  تر سرلیک لاندې د مالي او حسابداري ریاست په کارکوونکو سربېره، د مرکز او ولایتونو د پوهنې ریاستونو د معاشونو برېښنایي ثبت سیسټم مدیرانو لپاره ۵ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
لومړی د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي حاضرینو او ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ افتتاحیه وینا وکړه او د یاد ورکشاپ د منځپانګې په تړاو یې هراړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري رئیس محترم مولوي صدرالدین سعد د خپلې وینا پرمهال، په دندو کې د مسئولیت احساس، د وخت ارزښت او اصولو ته د کلکي ژمنتیا په تړاو معلومات ارایه کړل او ګډون‌وال یې وهڅول، ترڅو په خپلو ورځنیو دندو کې بشپړ اخلاص ترسره کړي.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس محترم مفتي شفېع‌الله منصور له ګډون‌والو وغوښتل چې د ورکشاپ له زد‌ه‌کړو مهارتونو څخه بشپړه ګټه پورته او په کړنو کې تعهد او روڼتیا مراعات کړي.
د یادونې وړ ده،  چې د دغه روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې به د معاشونو برېښنايي سیسټم د کارولو وړتیاوې لوړې، د مالي چارو په روڼتیا او دقت کې زیاتوالی رامنځته او د ټول ملک په کچه به د معاشونو د تادیاتو سیسټم همغږی او معیاري شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS