د کابل ولایت پوهنې ریاست د خاکجبار ولسوالۍ له ښوونځیو څارنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۴۲
22

د کابل ولایت د پوهنې ریاست  څارنې پلاوي په خاکجبار ولسوالۍ کې د بیارغونې درې پروژې وڅارلې.
 په یادو پروژو کې د چکري عالي لېسې، د بي بي سمیه (رضی‌الله‌عنها) دیني مدرسې  او د ملنګ منځني ښوونځي بیارغونه شامله ده.
د پورته ذکر شوي پلاوي د راپور له مخې، د چکري عالي لېسې بیارغونه ۹۰ سلنه او د ملنګ منځني ښوونځي ۸۵ سلنه کارونه بشپړ شوي او د ودانیز شرکت رئیس ژمنه کړې، چې پاتې چارې به په ټاکلي وخت کې بشپړ کړي.
په ورته مهال، د چکري عالي لېسې د ځمکې د ملکیت مسئله د سیمه‌ییزو چارواکو او مشرانو په ګډون حل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS