په میدان وردګ ولایت کې د یو ښوونځي لپاره د کمپیوټر زده‌کړې مرکز جوړ او تجهیز شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۴۵
251361

د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند شهاب‌الدین لېسې لپاره د سیمه‌ییزو خلکو په شخصي لګښت د کمپیوټر زده‌کړې یو مرکز فعال او د ۴۵ زره ۹۸۰ افغانیو په لګښت د لمريزې برېښنا سیسټم هم ورته برابر شو.
د مسئولینو په وینا، دغه تعلیمي مرکز ۱۵ کمپیوټرونه لري او ۵ کیلوواټه لمریزه برېښنا ورته برابر شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت، د خلکو له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د ولس په ملاتړ سره به د زده‌کړې لپاره مناسب او خوندي چاپېریال رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS