د فاریاب ولایت په پشتون‌کوټ ولسوالۍ کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۲۸
6546

د فاریاب ولایت پشتون‌کوټ ولسوالۍ اړوند بلوڅ روزیقل لومړني ښوونځي نوې ودانۍ چې د یو همکار بنسټ په مالي لګښت، د ۱۵ مېلیونو افغانیو په لګښت او د سیمې د خلکو له لوري په ۶۰۰۰ متره مربع وقف شوې ځمکه کې جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، علما‌ءکرامو او د سیمه‌ییزو مخورو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
مسئولینو او ویناوالو د ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د علم او پوهې په ارزښت، د ښوونې او روزنې په اهمیت، د ودانیزو پروژو په جوړولو او د مناسب تعلیمي چاپېریال د اغېزو پر موضوع خبرې وکړې او د یادې سیمې د معارف‌دوستو خلکو له همکارۍ، په ځانګړي ډول د ښوونځي لپاره د ځمکې اهدا کولو له امله یې مننه او قدرداني څرګنده کړه.
دغه پروژه ۸درسي خونې، یوه اداري څانګه، لابراتوار، د ساتونکي کوټه، بشپړ سولري برېښنایي سیسټم، احاطوي دېوال، د څښاک پاکو اوبو ژورڅاه او لوبغالی لري، چې په یو پوړ کې په پاخه او اساسي توګه جوړه او له بشپړېدو سره یې زده‌کوونکو ته د زده‌کړو لپاره مناسب او مصئون چاپېریال برابر شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS