د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې درسي ټولګي جوړ شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۷
521521

د لوګر ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، د ۵۰۰ زرو افغانیو په لګښت
د مرکز اړوند په شش‌قلعه کلي کې د سیمې د خلکو په مرسته د یو باب ښوونځي لپاره ۳ نوې درسي ټولګي په پاخه او اساسي بڼې جوړ شول، چې شاوخوا ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته یې د خوندي تعلیمي چاپېریال په رامنځته کولو سره د زده‌کړې زمینه برابره کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم د محمد آغه ولسوالۍ زاهدآباد کلي خلکو په مالي مرسته په همدغه ولسوالۍ کې یو ښوونځی ترمیم او بیاځلې ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS