د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
8549641

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو استازو هم ګډون درلود.
غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. 
ورپسې د غونډې د آجنډا له مفرداتو سره سم د تدریساتو، درسي نصاب، ښوونکو روزنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شول.
دغه راز ګډون‌والو د موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د کمېسیون له غړو سره مطرح او د مراجعینو د ستونزو او غوښتنو په اړه هم مفصل بحثونه وشول، چې په پایله کې ۲۷ مهمې پرېکړې ترسره او د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ریاستونو او مسئولینو ته واستول شوې.
غونډه د پوهنیزنظام لا پرمختګ او بریا په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS