د پکتیا ولایت له یو شمېر ښوونځیو سره د کمپیوټرونو او پرنټرونو مرسته وشوه
د پکتیا ولایت ګردهڅېړۍ ولسوالۍ پوهنې آمریت اړوند ۱۵ بابه ښوونځیو ته د ۱۲۵ زره افغانیو په لګښت ۷ پایې کمپیوټرونه او ۸ پرنټرونه ووېشل شول.
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د سیمې له علم پاله خلکو څخه د ستاینې په ترڅ کې له شتمنو او خیرخواهانو وغوښتل چې د پوهنیز نظام پراختیا او اداري تجهیزاتو په برخه کې له مدارسو او ښوونځیو سره همکاري وکړي.
