د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۳۵
مندنمد

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ. 
پلاوي د خپل سفر اساسي موخه د پوهنې له چارواکو سره لیدنه او د دعوت او ارشاد په برخه کې د اسلامي ا.مارت د عالیقدر مشرتابه د لارښوونو د پلي کولو بیاکتنه وبلله.
د یاد سفر په لړ کې، د بادغیس پوهنې ریاست د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنې رئیس، د پروګرامونو آمرینو، مرکزي کارکوونکو، د مدارسو او ښوونځیو مدیرانو په ګډون یوه لارښود غونډه ترسره شوه.
په ورته مهال، د یاد لایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محب الله "احسان" مېلمه پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد پروګرامونه یې خورا اغېزمن او د اسلامي او تعلیمي ارزښتونو په پیاوړتیا کې مهم وبلل. 
نوموړي په ښوونځیو کې د دعوت او ارشاد نصاب د منظم تطبیق ډاډ هم ورکړ.
همدارنګه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس وینا وکړه او د خپل سفر موخه یې د دعوت او ارشاد او پوهنې ریاست ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د اسلامي ا.مارت د عالیقدر مشرتابه د لارښوونو پلي کولو بیاکتنه وبلله. 
نوموړي په ​​خپله وینا کې د افغانستان د مسلمان ملت د جهاد تاریخ، د اسلامي نظام تاسیس لپاره د م.جاهدینو قربانیو او د پوهنې چارواکو ارزښتناکو مسئولیتونو ته اشاره وکړه.
هغه د پوهنې له ټولو چارواکو وغوښتل چې د الهي احکامو د پلي کولو، د نبوي سنتو د تعقیب او د اسلامي ا.مارت د عالیقدر مشرتابه د لارښوونو پلي کولو لپاره هر ډول هڅې وکړي او د دعوت او ارشاد په ورځنيو درسونو کې چې د یاد ریاست د امام لخوا تدریسیږي، په فعاله توګه برخه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د حاجي ګلون کلي په سیمه کې د "یوسفيه" دیني مدرسې بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو په حضور کې کیښودل شوه.
یاده مدرسه د یو معارف‌دوست شخص په لګښت، په هغه نیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې د څو خبرونو لنډيز

پکتيا
د پکتیا ولایت شیخ‌آباد ولسوالۍ د منبع‌العلوم ديني مدرسې لپاره د تشنابونو او اوبو رسولو سیسټم چارې د همدې مدرسې د مسئولینو لخوا د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

بامیان
د بامیان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د پکتیکا ولایت ۱۴ ولسوالیو ته تعلیمي مواد توزېع شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ۴۲ ډوله اداري او تعلیمي مواد، چې لګښت یې ۵ مېلیون افغانۍ دی، د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو او د ۱۴ ولسوالیو آمریتونو ته ووېشل.
یاد مواد چې پکې قرطاسیه، مېزونه،. . .

BACK TO NEWS