د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ښوونځیو ترمنځ د خزاني فوټبال ټورنمنټ پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۳:۴۷
\ط\ط

د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ۱۰ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو ترمنځ د خزاني فوټبال تورنمنټ د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو په حضور کې پیل شو. 
د پغمان پوهنې مسؤلین، د ښوونځیو استادان، زده‌کوونکي او د سپورټ مینه وال هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.
د سیالیو له پرانیستې او د مسئولینو له ویناوو وروسته، د لومړي پړاو لوبه د الفلاح او د ذکور شرق لېسو د زده‌کوونکو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د شرق لېسې لوبډلۍ وکولای شول، د ۵ پر صفر په توپیر بریا خپله کړي.
همدارنګه د سیالیو په دویم پړاو کې چې د پغمان ذکور او مکارم لېسو د زده‌کوونکو ترمنځ وشوه، د پغمان لېسې لوبډلې د ۱ پر ۰ بریا ترلاسه کړه.
یاده دې وي، چې دغه سیالۍ به هره ورځ دوام ولري او په پای کې به غوره او بریالیو لوبډلو ته سپورټي جایزې ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS