د لوېديځ زون د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۱۸
sx\z

د هرات، فراه، بادغیس، غور او نیمروز ولایتونو د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره د وړتیا لوړونې ۶ ورځنی ورکشاپ، د هرات ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر، د ښوونې او روزنې  آمرینو او مسلکي پراختیا علمي غړو په ګډون د همدغه ولایت پوهنې ریاست په تالار کې پرانیستل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د هرات پوهنې رئیس ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د هر هېواد پرمختګ او وده په تعلیمي نظام پورې تړلې ده او دغه شان پروګرامونه د ښوونیز کیفیت لوړولو او د ښوونکو د علمي وړتیا د ودې په برخه کې اغېزمن او ګټور دي.
یاده دې وي، همدغه ورکشاپ به د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست روزونکو له لوري، د یوه همکار بنسټ په ملاتړ او د هرات پوهنې ریاست په کوربه‌توب د شپږو ورځو لپاره دوام ولري، چې پکې د یادو ولایتونو ۹۶ تنه علمي غړي شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS