په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه
د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي» ښارګوټي په ساحه کې د نوې ښوونځي جوړولو په موخه پوهنې ریاست ته وقف کړې ده.
د جوزجان پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعلجان راشد، د دغې ځمکې سپارلو په مراسمو کې وویل چې د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا یوازې د خلکو د مستقیمې همکارۍ له لارې ممکنه ده.
نوموړي زیاته کړه چې د ښوونځي جوړولو لپاره د ځمکې وقف کول د هېواد د راتلونکو نسلونو لپاره یو بنسټیز خدمت دی او د «صدقه جاریه» له درجو څخه ګڼل کېږي.
