د هرات ولایت له یو باب ښوونځي سره ۱۶۳ پایې مېزونه او څوکۍ مرسته وشوه
د هرات ولایت یو معارفدوست شخصیت محترم حاجي عبدالظاهر سروري له خوا د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت، له اسپینهادې ښوونځي سره د۱۶۳ پایې مېزونو او څوکیو مرسته وکړه.
د یاد ولایت پوهنې مسئولین د دغه خیریه شخصیت له ارزښتناکې مرستې څخه مننه کوي او وایي چې پوهنې وزارت یو ولسي بنسټ دی، او د دې ادارې ودې او پراختیا لپاره د سوداګرو، بااحساسه خلکو او د ښوونځيو شوراګانو مادي او معنوي ملاتړ لازمي دی.
