د پوهنې محترم وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ورسېد

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۷
454

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د یو رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني، مسئولینو او د ښوونیزو پروګرامونو له آمرینو سره وکتل.
 همدارنګه د پوهنې محترم وزیر د مزارشریف ښار د ابوذر غفاري او فیض‌عام دیني مدارسو او د باختر او افغان ترک لېسو او دغه راز د بلخ ولسوالۍ د امام بخاري (رضي‌الله‌عنه)، فاروقیه او منبع‌العلوم امام ابو حنیفه (رحمه‌الله‌علیه) مدارسو څخه لیدنه وکړه.
په ورته مهال نوموړي په خپلو خبرو کې مسئولینو ته د الهي احکامو، د نبي کریم (صل‌الله‌علیه‌وسلم) د سنتو او د ا.ا.ا.د عالي مقام د اوامرو د تطبیق سپارښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د ښوونې او روزنې د ودې لپاره جدي هڅې وکړي.
په پام کې ده، چې د پوهنې محترم وزیر به د یاد سفر په ترڅ کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې یو شمېر مهمې تعلیمي پروژې هم پرانیزي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS