د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په ننګرهار ولایت کې پوهنې وزارت ته ۱۰ جرېبه ځمکه ولېږدول شوه
              د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ اړوند په کان سیمه کې ۱۰ جرېبه ځمکه رسماٌ پوهنې وزارت ته ولېږدول شوه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې ریاست مسئولینو او سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
د ننګرهار پوهنې ریاست مسئولینو په خپلو خبرو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ، زیاته کړه چې دغه ځمکه به د فیض القرآن مدرسې لیلیې او درسي خونو ته ځانګړې شي.
