د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو له اداري او مالي معینیت څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
xdvxc

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست یو پلاوي، د یاد وزارت د مالي او اداري معینیت له مسئولینو سره د دیني ارزښتونو د ترویج او د اداري اخلاقو د لاپیاوړتیا په موخه ځانګړې ناسته وکړه.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي لارښوونو د تطبیق، د کارکوونکو او منسوبینو د معنوي روزنې او د ښوونیزو چاپېریالونو د بشپړې اصلاح په اړه مفصلې خبرې وکړې.
همدارنګه د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو وویل، چې د ښوونې او روزنې بنسټیزه موخه، یوازې علمي پرمختګ نه دی، بلکې د اخلاقو، تقوا او خدمت روحیې روزنه هم له دې بهیر سره ژوره اړیکه لري. هغوی ټینګار وکړ، چې د وزارت ټول کارکوونکي دې د حضرت محمد مصطفی ﷺ د سیرت او سنتو په رڼا کې خپل مسلکي مسئولیتونه ترسره کړئ.
د مالي او اداري معینیت مسئولینو د یاد ریاست له سپارښتنو څخه د قدرداني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د وزارت د مشرتابه د تګلارې او د دیني لارښوونو سره سم به خپلې ورسپارل شوې دندې پرمخ وړي. هغوی وویل، چې د معنوي روزنې او دیني درسونو په پروګرامونو کې به په جدي ډول ګډون کوي، تر څو د وزارت کاري فضا لا د اخلاص او صداقت په روحیه بډایه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له کارکوونکو څخه د دیني مضمونونو په برخه کې ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي پلان له مخې، د «معاملاتو» تر سرلیک لاندې د لومړۍ او دویمې برخې ازموینه، په یو وخت کې د یاد وزارت د مرکزي هستې او نورو ریاستونو له کارکوونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۳
Background image

د دایکنډي ولایت په ۳ ولسوالیو کې د ښوونځيو ښوونکو او مسئولینو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شول

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځني روزنیز ورکشاپونه، د یاد ولایت د سنګ‌تخت، بندر، اشترلي او میرامور ولسوالیو د ښوونځيو د ۱۰۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۳۸
Background image

د مرکز او ولایتونو په ښوونیزو مرکزونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د تعلیمي بنسټونو په انګړونو کې د شنو ساحو رامنځته کولو په موخه، چې بې له شکه د زده‌کوونکو د رواني آرامتیا سبب ګرځي او د زده‌کړې بهیر پیاوړی کوي، اوس د پسرلي موسم په رارسېدلو سره د ملک. . .

BACK TO NEWS