د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین غزني ولایت ته لاړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۱۴
rgrw

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي غزني ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني او د پروګرامونو له چارواکو سره د پوهنیزو مهمو مسایلو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.
په یاده غونډه کې، د غزني ولایت پوهنې رئیس د ښوونیز وضعیت، اوسنیو پروګرامونو او شته ستونزو په اړه مفصل معلومات پلاوي ته وړاندې کړل.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین د راپورونو له اورېدو وروسته، د غزني پوهنې ریاست کړنې او فعالیتونه مثبت وارزول او د هغوی هڅې یې وستایلې.
په دې غونډه کې د ښوونځیو د ودانیو کمښت، د تدریسي موادو وېش، د ښوونکو د منظم حضور، مدیریت او د زده‌کړې کیفیت لاښه‌والي په اړه هر اړخیزې خبرې ترسره او په پای کې د وزارت محترم مشرتابه ژمنه وکړه، چې د ستونزو په حل کې به همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵۸
Background image

لغمان ولایت کې د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۶ جریبه ځمکه یو باب مدرسې لپاره وقف شوه

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ د بنګري سیمې خلکو لخوا د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۶ جریبه ځمکه د انوار محمدیه مدرسې لپاره پوهنې آمریت ته ورکړل شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې چارواکو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۳:۹
Background image

د فاریاب ولایت تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو ته تدریسي مواد ووېشل شول

د اړینو ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو او د تقویتي ټولګیو د زده‌کوونکو ستونزو حل لپاره، د فاریاب ولایت پوهنې ریاست د مرکز او پشتونکوټ، خواجه موسی، خواجه سبزپوش، شیرین تګاب، المار او قیصار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۲:۴۸
Background image

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د زابل ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست پلاوي زابل ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې له ښوونیزو مسئولینو، آمرینو او د مرکز قلات ښار د ښوونځیو له. . .

BACK TO NEWS