خبرتیا

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۱۴
منپ

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له‌خوا د مرکز او ولایتونو په کچه د ۷۱۸ خالي بستونو لپاره ازموینه ترسره شوې وه. د ازموینې د پایلو له اعلان وروسته، یو شمېر نوماندان کنفرانس ته بلل شوي وو، چې د کنفرانس له اخیستلو وروسته د بریالیو نوماندانو لاندې وروستی لېست دی.
هغه کسان چې د کنفرانس له پایلو څخه شکایت لري، کولای شي خپل اعتراض د درېیو ورځو په موده کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته وسپاري.
همداراز، هغه نوماندان چې په یاده ازموینه کې رېزرف شوي دي، کولای شي د لړم/عقرب میاشتې په ۱۰مه نېټه د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته مراجعه وکړي.
 

https://t.me/+6mR_us4m4ZA5NzNl

https://www.facebook.com/share/1D6b3F7b7q/

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS