په کابل ولایت کې د ۷ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۲۴ تعلیمي مرکزونو ترمیم او تجهیز پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
ظطز

پوهنې وزارت، د کابل ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د ۱۲ بابه ښوونځیو او یوې مدرسې د ترمیم او بیارغونې او د ۱۱ بابه ښوونځیو لپاره د برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونو غځولو کارونه پیل کړل.
د یادو پروژو لګښتونه به د پوهنې وزارت له بودیجې څخه تمویل شي، چې ټول لګښت یې څه د پاسه ۷مېلیونه افغانۍ راغلی دی او چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
د پوهنې چارواکو په وینا، د دغې پروژې په بشپړېدلو سره به د سلګونو تنو زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS