د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین له یو شمېر مرکزي ریاستونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
ظ\طزشظ\س

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا، ښوونیز نصاب او ساینس مرکز ریاستونو څخه لیدنه وکړه او د یادو ریاستونو له مسئولینو او رهبرۍ سره یې له نږدې وکتل.
نوموړي د لیدنو پر مهال د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: زموږ هڅې باید یوازې تر ادارو پورې منحصرې نه وي، بلکې ټول باید هره ورځ تعلیمي مرکزونو ته لاړ شو، د هغوی ستونزې ژر تر ژره حل او د تدریس پروسه کې د پام وړ ښه‌والی راولو. 
دغه راز د پوهنې وزارت محترم معین د ساینس مرکز له هغو ځانګړو ټولګیو څخه هم لیدنه وکړه،کوم چې د یاد ریاست اړوند علمي غړو وړتیا لوړولو لپاره چمتو شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دغه سفر اساسي موخه، د ادارو ترمنځ د خپل منځي ملاتړ لازیاتوالی، همغږۍ پیاوړي کول، د فعالیتونو ښه والی او تر خپل اثر لاندې ادارو سره پېژندګلوي او بلدتیا ده. 
بل پلو د پورته ذکرشو ریاستونو چارواکو او منسوبینو د پوهنې وزارت له پلاوي څخه قدرداني څرګنده او هغوی ته یې له خپل لوري د کلک ملاتړ ژمنه تازه کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS