د پوهنې محترم وزیر په رسمي سفر کندهار ولایت ته لاړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۹
545

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا د رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ اړوند "مبیت" او "صدیقیه" مدارسو څخه لیدنه وکړه.
د یاد سفر په ترڅ کې، د پوهنې محترم وزیر د دغو مدارسو له علمي، اداري او لیلیې چارو څارنه وکړه، له چارواکو او طلابو سره یې مفصلې خبرې وکړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
په دې غونډه کې، د پوهنې محترم وزیر د مدارسو د علمي کیفیت ښه کولو، د مدرسینو روزنې او د لیلیې د حالت پر لاښه والي ټینګار او سپارښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د بامیان ولایت په دوو ولسوالیو کې د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ شو 

د بامیان ولایت پوهنې ریاست له لوري په یکاولنګ او یکاولنګ دوم ولسوالیو کې د تقویتي درسي ټولګیو د ۲۶۰ تنو ښوونکو لپاره د پنځه ورځني مېتودیکي روزنیز ورکشاپ لړۍ پیل شوه.
دغه روزنیز پروګرام. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۶
Background image

د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه 

د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ پوهنې آمریت د ودانۍ بنسټ ډبره پوهنې مسٸولینو، د ځینو محلي ادارو استازو او د دې ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
د تیورې ولسوالۍ پوهنې آمر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د ښوونځیو مسئولینو ته درې ورځنی سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو ته د «اغېزمنې زده کړې او ښوونې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولین وایي، دغه. . .

BACK TO NEWS