د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس تخار ولایت ته رسمي سفر وکړ
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ پلاوي تخار ولایت ته رسمي سفر وکړ او د یاد ولایت له پوهنې رهبرۍ او کارکوونکو سره یې وکتل.
نوموړي په خپله وینا کې په اسلامي ټولنه کې د اطاعت اهمیت او مقام ته اشاره وکړه او ویې ویل: "افغانستان د اسلام د سپېڅلي دین بیرغ لرونکی دی، له همدې امله ټول مسلمانان چې د اسلام تر بیرغ لاندې ژوند کوي، باید خپل صورت او سیرت د انسانیت د ستر لارښود حضرت محمد "صلی الله علیه وسلم" پر سنتو برابر کړي."
ورپسې د تخار ولایت پوهنې چارواکو هم د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس له سفر څخه مننه وکړه او د دغې ادارې ټولو منسوبینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپلو دندو ته ژمن و اوسي او د امربالمعروف د نافذه قوانینو په بشپړ ډول رعایت کولو سربېره له مراجعینو سره ښه چلند وکړي.
