په هرات ولایت کې د یو باب ښوونځي سره د مېزونو او څوکیو مرسته وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۴:۵۳
یسیلیی

یوې خیریه ادارې د هرات ولایت قوسنان عالي لېسې ته د ۴۲۰ زره افغانیو په لګښت ۲۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ ځانګړې کړل.

په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، د هرات ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر د یادې ارزښتناکې مرستې ستاینه وکړه او دا یې د ښوونځي د تعلیمي وضعیت لا ښه والي لپاره یو اغېزمن ګام وباله.

د هرات ولایت پوهنې رئیس د پوهنې په برخه کې د اړتیاوو په اړه هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې؛ د پوهنې ریاست په دوامداره توګه هڅه کوي چې د خیریه ادارو، سوداګرو او خلکو د همکارۍ په جلبولو سره د زده کوونکو لپاره د تعلیمي پروسې لا ښه والي لپاره اغېزمن شرایط برابر کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS