د کابل ولایت مدارسو او ښوونځيو ته د درسي کتابونو وېش پروسه پیل شوه
د پوهنې وزارت له لوري د کابل ولایت د څوارلسو ولسوالیو ښوونځيو او مدارسو ته د ۲۶۵ زره او ۵۳۲ ټوکه درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوې ده.
د کابل ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، تر دې دمه په یاده پروسه کې د دې ولایت د پنځو ولسوالیو ښوونځيو ته کتابونه وېشل شوي او تمه ده چې د نورو ولسوالیو لپاره دغه لړۍ تر راتلونکې اوونۍ پورې بشپړه شي.
همدارنګه چارواکي زیاتوي چې د یاد پروګرام اساسي موخه د زدهکوونکو درسي کتابونو ته لاسرسی او د زدهکړو کیفیت لوړول دي.
