د پکتیکا ولایت د ښوونځیو منسوبینو لپاره سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت په څلورو ولسوالیو (ارګون، سروبي، برمل او شکین کې) د ښوونځیو ۱۲۲ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او کارکوونکو لپاره د مکتوب لیکلو په برخه کې یو ورځنی سیمینار پرانیستل شو.
د پوهنې مسئولین وایي چې، په یاد سیمینار کې به د مکتوب لیکلو اصولو او بڼې، د اداري اسنادو ډولونه او موخې، د مکاتیبو ترتیب، د مضمونونو لیکلو څرنګوالی، اصولي لاسلیکونه، د مکاتیبو د ثبت او آرشیف کولو طریقه، د اړیکو اهمیت او د اسنادو معیاري لیکلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شي.