د بدخشان ولایت پوهنې ریاست له ۷ مېلیون افغانیو څخه زیات مالي عواید راټول کړې دي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۲۶
ط

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې: د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې، په ټولیزه توګه ۷ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ د شهادتنامو د وېش له لارې راټولې او د وزارت بانکي حساب ته سپارل شوې دي.

د پوهنې ریاست چارواکي دا لاسته راوړنه د روڼتیا، حساب ورکونې او د کارکوونکو د اغېزمن فعالیت نښه ګڼي او وايي چې یاده اداره د مالي شفافیت او اغېزمن مدیریت سربېره، د تعلیمي خدماتو کیفیت لاښه کولو ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS