د پوهنې وزارت اسلامي زدهکړو معینیت له لوري د مدرسینو مسلکي وړتیاوو لوړولو سیمینارونه پیل شول
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت، د هېواد په درېیو زونونو کې د مدرسینو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه د کامل الحفظ او تجوید برخه کې سیمینارونه په رسمي ډول پیل کړل.
مسئولین وایي چې د یادو سیمینارونو په پایله کې به د مدرسینو مسلکي مهارتونه وده ومومي او په ترڅ کې به یې د کاملالحفظ او تجوید برخه کې اغېزناکې هڅې او وړتیاوې لاپسې پیاوړې شي.
دغه علمي او مسلکي سیمینارونه په درېیو زونونو (په کندهار او هرات زون کې د دارالعلومونو د رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي، په کندز او بلخ زون کې د مسلکي انکشاف د آمر ښاغلي عبدالغني رحیمي او په پکتیا او ننګرهار زون کې د استعدادونو ارزونې د رئیس مفتی عبدالولي سداد تر مشرۍ لاندې) له ټاکل شوې نېټې سره سم پیل شول.
د یادونې وړ ده، په دغو سیمینارونو کې ټولټال ۸۴۰ تنه مدرسین ګډون لري، چې د وږي تر ۲۷مې نېټې پورې به د کامل الحفظ او تجوید په برخه کې مهم معلومات او رزونه ترلاسه کړي.
د اسلامي زده کړو معینیت په دې برخه کې هیله څرګندوي چې دغه ډول پروګرامونه به د مدرسینو مسلکي مهارتونه پیاوړي او د قرآني علومو د ترویج په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
